افغانان پخپله ځانونه غرقوي
صیام الدین پسرلی صیام الدین پسرلی

 

د افسوس ځای دی، چې موږ تل د فکر او منطق پر ځای د احساساتو څخه کار اخیستی او لاهم په همدغه رنځ اخته حالت لرو. د یو کار نتیجې ته نه ګورو، ټول اړخونه یې نه څیړو،  بس په پټو سترګو منډه اخلو، بیا ددې په کیسه کې هم نه یوو چې له دې به مو خلکو ته خير که شر ډېر وي ( د ړانده ګوزار دی چې په هر چا ولګېد)

موږ افغان به هیڅکله پرمختګ ونه کړو، موږ به هیڅکله د نورو هېوادونو سره سیالۍ ونه شو کړای، موږ به تل ذلیل او وروسته پاتې وسو، ځکه ستره تشه مو د خودخواهۍ عقدې پالل دي.

نن په افغانستان کې د فارسي او پښتو ژبې او قوم تر منځ جنګ روان دی، ددې پر ځای چې تعمیري او اساسي فکر وکړو، تل یو دبل پښې وهو، په لارو او کوڅو کې لاریونونه جوړوو او یو پر بل لعنت وایو.

زموږ په دغه بې اتفاقي کې د دښمنانو ګټه ده، دا هغه کارونه  دي چې زموږ دښمنانو غوښتل او غواړي يې، نن موږ پخپله د هغو د اهدافو د پوره کېدا لپاره کاروو.

د افغانستان د تجزیی موضوع خو لا د پخوا ګرمه وه او دا ډول لاریونونه، د قومونو تر منځ جنګ او بې اتفاقي به افغانستان تجزیه کړي.

 درنو ورونو! که و غواړو چې افغانستان مو خپل وي، له تجزيې خوندي وي او د پرديو له فکري او نظامي استعمار څخه په امن اوسو، نو راځئ چې دغه بې اتفاقي او خپلمنځي جنګونو ته د پای ټکی کېدو. د اسلام مقدس دين،  ګران هېواد او د خپل جنګ ځپلي ولس د پرمختګ لپاره کار وکړو او نړئ ته دا وښیو چې موږ شرپسنده نه بلکې سوله غوښتونکي وګړي او ملت يو.

 

د لوي افغانستان د پرمختګ په هیله

 

 








September 10th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي